د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، د هېواد په اتو ولایتونو فاریاب، بغلان، غزني، پکتیکا، فراه، پروان، کاپیسا او لغمان ولایتونو کې یې پر نشهيي توکو ۷۸ روږدي یې راټول کړي او روغتیايي مرکزونو ته یې ورپېژندلي دي.
د یاد معینیت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې پر نشهيي توکو د روږدو راټولونه روانه ده او تر دې مهاله یې زرگونه تنه راټول کړي او روغتیايي مرکزونو ته یې ورپېژندلي دي.
پر نشهيي توکو د روږدو د درملنې په مرکز کې د یادو کسانو د درملنې سربېره نوموړو ته حرفوي زدهکړې هم ورکول کېږي، څو بیا نشهيي توکو ته مخه نه کړي.
اوسمهال په هېواد کې هر ټول نشهيي توکو کښت او قاچاق منع شوی دی، خو لا هم هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بېلابېل نشهيي توکي نیول کېږي.