د ننگرهار ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د اچین ولسوالۍ اړوند عبدالخېلو کلي کې BHC کلينيک لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوې ده.
د ننگرهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد روغتیايي مرکز د ځايي خلکو په مالي مرسته جوړېږي.
په خبرپاڼه کې د اچین ولسوالۍ ولسوال ابراهیم خیرالله له قوله ویل شوي، موږ له خپلو خلکو څخه منندوی یو چې د ټولنې په خیر او فلاح کې همکاري کوي او په راتلونکي کې هم له هغوی څخه د لا ښې همکارۍ تمه لرو.
د اچین د روغتیا مسوول زینت الله ځیرک وايي، موږ نورې روغتیایي پروژې هم په پام کې لرو چې د خلکو په همکارۍ او د مشرانو په لارښوونه به یې په ښه توگه پلي کړو.
د یادونې وړ ده، دا نوې ودانۍ به د ځایي خلکو لپاره د روغتیایي خدماتو په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي او د سیمې د روغتیايي ستونزو په حل کې به مهم رول ولوبوي.