د ننگرهار د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې درې تنه د قتل په تور نیول شوي دي.
نوموړي ویلي، د چپرهار ولسوالۍ امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ ځانگړو عملیاتو په پایله کې هغه درې تنه مشکوک کسان نیولي، چې د رحمن الله د طالب زوی په نامه یې د یو کس په وژلو تورن دي.:«پېښه چې څه موده وړاندې شوې وه د چپرهار ولسوالۍ پوليسو د مجرمينو د نيولو لپاره عمليات پيل کړي وو په پايله کې يې درې کسان چې يوه ښځه هم پکې شامله ده او د وژل شوي مېرمن ده ونيول شول.»
د زابلي په خبره، نیول شوي کسان اوسمهال تر پوښتنو گروېږنو لاندې دي او ډېر ژر به عدلي ـ قضايي ارگانونو ته وسپارل شي.
نوموړي د شوي قتل په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، چې یاد تن کله او چېرته وژل شوی و او د وژنې لامل یې څه و.