د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، نن او سبا ته د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په لوېدیځو، سوېلي، مرکزي او ختیځو ولایتونو کې د سالنگونو په گډون د نسبتاً چټکو بادونو، خاورو، دوړو پېښېدو اټکل شته، چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۳۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره په ساعت سره اټکل کېږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت بیا ویلي، د روانې غبرگولي میاشتې له ۷ مې نېټې څخه تر ۸ مې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي له امله د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.: «د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغېزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پېژندنې ارگانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً چټکو بارانونو له امله د سېلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.»

د یاد وزارت خبرپاڼه کې لیکل شوي، په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانگړې توگه د (بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشېر، غوربند، کونړ او لغمان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شته.

د پرو سږکال د کب میاشتې راهیسې په هېواد کې پرله‌پسې ورښتونه کېږي، چې له امله یې گڼو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د یادو ورښتونو او سېلابونو تر ټولو خونړۍ څپه په بغلان کې وه، چې له امله یې زرگونه کورونه ویجاړ کړل او تر دوو زرو ډېرو ته یې مرگ‌ژوبله واړوله.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version