د هوا پېژندنې ریاست وايي، د روانې کب میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې ورېدو او ورښتونو اټکل شوی دی.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په فراه، هلمند، کندهار، زابل، پکتیکا، روزگان، دایکندي او غور ولایتونو کې د واورې او باران د پېښېدو اټکل دی، چې د ورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو وي او د واورې کچه به له ۱۵ څخه تر ۲۵ سانتي پورې وي.

روانه میاشت د هېواد په گڼو ولایتونو کې سخت ورښتونه او واورې وشوې، چې د هېواد ډېرې لویې لارې تړل شوې وې.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د وروستیو ورښتونو او واورو له امله ۳۵ تنه وژل شوي دي او لسگونه نور ټپیان شوي دي.

افغانستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د سختې وچکالۍ سره مخ دی؛ خو وروستیو ورښتونو او واورو د وچکالۍ د کمېدو هیلې راپورته کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version