د کورنیو چارو وزارت وایي، د هېواد په ۹ ولایتونو (بلخ، هلمند، ننګرهار، پروان، هرات، پکتیا، کندوز، کندهار او میدان وردګ) کې ۳زره او ۷۶۱ تنه ساتنمنان له دوه میاشتنیو مسلکي او عقیدوي زدهکړو فارغ شول.
یاد سرتېري چې د وزارت له بېلابېلو قطعاتو څخه جذب شوي وو، د فراغت سندونو له ترلاسه کولو وروسته بېرته خپلو اصلي دندو ته د امنیت د ښه ټینګښت په موخه استول شوي دي.
کورنۍ چارو وزارت ویلي، د اسلامي پولیسو د ښوونې او روزنې قومنداني هڅه کوي، چې ټول روزنیز مرکزونه په عصري وسایلو سمبال او د پولیس ځواکونو مسلکي ظرفیتونه لوړ کړي.
