«له گوزڼ د خلاص افغانستان» بنسټ وایي، نن د روانې غبرگولي میاشتې په ۱۴ د هېواد په ټولو ولایتونو کې د گوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي.

یاد بنسټ ویلي، د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ملاتړ د ۲۰۲۴ز کال لپاره د گوزڼ واکسینو دویم کمپاین پیل کړ، چې د دغه کمپاین پر مهال به په ټول هېواد کې ۱۱.۲ مېلیونه له پینځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.: «نن د پولیو واکسین کمپاین د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیلېږي، راځئ په دغه کمپاین کې د خپلو ماشومانو په واکسینولو افغانستان خوندي او روښانه کړو.»

یاد بنسټ نه دي ویلي، چې دغه کمپاین به څو ورځې روان وي؛ خو له کورنیو یې غوښتي چې خپلو ماشومانو ته د گوزڼ ضد واکسین ورکړي، چې له تلپاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

پولیو یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې د روغتیا ساتنې د نه مراعتولو په سبب له یوه کس څخه بل ته لېږدول کېږي.

په روان کال کې تر اوسه په هېواد کې د گوزڼ یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده؛ خو پرو سږکال په افغانستان کې د گوزڼ د شپږو مثبتو پېښو د ثبتېدو ویل شوي وو، چې ټولې په ننگرهار کې وې.

اوسمهال په نړۍ کې یوازې افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي، چې لا هم پکې د گوزڼ ناروغي ختمه شوې نه ده.

څو میاشتې وړاندې هم په هېواد کې د گوزڼ ضد واکسینو کمپاین شوی، چې پر مهال یې مېلیونونه ماشومان واکسین شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version