د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، نن له خوست څخه دوبۍ ته د کام‌ایر هوايي شرکت له لوري الوتنې پیل شوې.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد شرکت به دوه اوونۍ وروسته یکشنبه او پنجشنبه به کابل څخه خوست او خوست څخه دوبۍ ته مستقیمې الوتنې کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دې الوتنو سره به هغو مسافرو ته گڼې اسانتیاوې برابرې شي، چې په عربي هېوادونو کې کاروبار کوي او یا هلته تگ راتگ کوي.

د متحده عربي اماراتو سربېره په گڼو خلیجي هېوادونو کې زرگونه افغانان مېشت دي، چې له دې وړاندې به یې تگ راتگ یوازې د کابل له هوايي ډگر څخه کاوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version