د سرپرست حکومت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، چې نن به په کابل کې د همغږۍ د ګډې کمیټې یا JCC په نامه د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوومه مشترکه غونډه ترسره شي چې د پاکستاني پلاوي مشري به د هغه هېواد ځانګړی استازی محمدصاق خان او د افغانستان لوري مشري به د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر کوي.
د ښاغلي مجاهد په خبره په دې غونډه کې به د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د اسانتياوو په رامنځته کېدو خبرې وشي.