‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې ټاکل شوې د یاد وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته ولاړ شي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د یاد پلاوي د سفر موخه له پاکستاني لوري سره د سوداګریزو، ټرانزیټي او ټرانسپورټي ستونزو حل ښودل شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت، پاکستان ته د یاد پلاوي د سفر دقیقې نېټې په اړه څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version