د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي، د مالیاتي تخفیفونو او اسانتیاوو موخه د پانګوالو، سوداګرو او کسبګرو ملاتړ او د اقتصادي فعالیتونو پراخول دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په غونډه کې وویل، د هېواد مشرتابه د پانګوالو، سوداګرو، اصنافو او کسبګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړه، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او اقتصادي ودې لپاره مالیاتي تخفیفونه او معافیتونه اعلانېږي، ترڅو سوداګریز فعالیتونه پراخ او د هېواد اقتصادي وده چټکه شي.
عزیزي له ټولو مالیه ورکوونکو وغوښتل، چې خپل ټاکل شوي مالیات پر وخت تحویل کړي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.


