Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»نړیوال بانک: پرو سږکال د افغانستان صادرات نسبتاً ثابت وو
    افغانستان

    نړیوال بانک: پرو سږکال د افغانستان صادرات نسبتاً ثابت وو

    صابر افغانصابر افغان22 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نړیوال بانک په خپل یوه نوي راپور کې د افغانستان پروسږنی اقتصادي حالت ارزولی دی، چې په ځینو برخو کې یې د پرمختگ او په ځینو برخو کې یې د افغانستان د شاتگ خبره کړې ده.

    یاد بانک ویلي، په تېر ۲۰۲۳ز کال کې د افغانستان ناخالصو تولیداتو ۲۶سلنه کموالی کړی او د نشه‌يي توکو د منع کېدو له امله په افغانستان کې د بزگرانو په عاید کې هم ۱.۳ مېلیارده کمښت رامنځته شوی دی.

    د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ، پرو سږکال د افغانستان صادرات نسباً ثابت وو، خو په همدغه کال کې پاکستان ته د صادراتو کچه ۱۵سلنه کمه شوې، چې په ۲۰۲۲ کال کې پاکستان ته صادرات ۱.۲ مېلیارده ډالرو ته رسېده، خو په ۲۰۲۳ز کال کې یې د صادراتو کچه یو مېلیارد ډالرو ته راکمه شوې ده، چې هند ته بیا په صادراتو کې بیا ۴۳ سلنه زاتوالی راغلی دی. :«د افغانستان اقتصادي لرلید لا هم ناڅرگند دی او لږ تر لږه تر ۲۰۲۵ کال پورې په دغه هېواد کې د اقتصادي ځوړ خطرهم شته. د ناخالصو کورنیو تولیداتو د ودې نشتوالي او له بودیجې بهر د لگښتونو لپاره د بهرني مالي ملاتړ کمېدل د هېواد د اقتصادي لرلید تصویر تیاره ترسیموي. اټکل کېږي چې په خصوصي سکتور کې تشکیلاتي نیمگړتیاوې او له اړینو خدماتو د نړیوال ملاتړ کمېدل، په هېواد کې د هر ډول اقتصادي پرمختگ مخه ونیسي.»

    یاد بانک ویلي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوې، له ایران او پاکستان څخه د زرگونه کډوالو ستنېدل او هرات زلزله هغه څه وو، چې د دغه هېواد اقتصادي حالت یې نور هم خراب کړ.

    د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ملي راډیو تلوېزون سره په خبرو کې د نړیوال بانک وروستی راپور رد کړی. نوموړي ویلي، د پخوا په پرتله اوس د افغانستان اقتصادي حالت ښه دی.:«د افغانستان د اقتصاد راتلونکی تیاره ده، دا سمه نه ده، تېر وخت کې تیاره وه چې متاسفانه افغانان د اشغال لاندې راوستل شول، په جگړه کې مصروف شول، فرصتونه یې نه‌لرل، اوس امنیت دی، ثبات دی او د حکومت مسوولینو ترمنځ ژمنتیا شته دی، دا په دې معنی دی چې روښانه راتلونکې په مخ کې لرو.»

    اوسمهال د افغان حکومت ډېر پام د کانونو استخراج ته دی، چې د همدې لارې هم د افغانستان کورنۍ مالي اړتیاوې پوره کوي او هم په بیارغونه کې ترې کار اخلي.

    مخکینۍ مقالهپه نیمروز او فراه کې یوه اندازه قاچاقي توکي نیول شوي
    راتلونکي مقاله بادغیس او بلخ کې ۲۰ کلنه شخړه حل شوې

    مربوطه لیکنې

    د روغتيا او کرنې برخو کې د ايران او افغانستان ترمنځ په دوه اړخيزه همکارۍ خبرې شوي

    8 فبروري 2026

    د افغان پست او موام پستي شرکت ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

    8 فبروري 2026

    د پاکستاني رژيم له لوري د ملکيانو مرګ‌ژوبلې په اړه د يوناما راپور واقعيت ته نږدې دی

    8 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 8 فبروري 2026

    د روغتيا او کرنې برخو کې د ايران او افغانستان ترمنځ په دوه اړخيزه همکارۍ خبرې شوي

    د ننګرهار ولايت مقام رسنيز دفتر وايي، په ننګرهار کې د ایران سرکونسل مجید رضا…

    زرګونه اسرائيليانو تل ابيب کې د نتنياهو حکومت پر ضد لاريون کړی

    8 فبروري 2026

    د حماس غورځنګ لوړپوړی مشر خالد مشعل: اشغالګر غواړي له خلکو وسلې واخلي او خپلو ملېشو ته یې ورکړي؛ څو ګډوډي رامنځته شي او فلسطینیان اسانه هدف وګرځي

    8 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روغتيا او کرنې برخو کې د ايران او افغانستان ترمنځ په دوه اړخيزه همکارۍ خبرې شوي

    8 فبروري 2026

    زرګونه اسرائيليانو تل ابيب کې د نتنياهو حکومت پر ضد لاريون کړی

    8 فبروري 2026

    د حماس غورځنګ لوړپوړی مشر خالد مشعل: اشغالګر غواړي له خلکو وسلې واخلي او خپلو ملېشو ته یې ورکړي؛ څو ګډوډي رامنځته شي او فلسطینیان اسانه هدف وګرځي

    8 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،058 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.