Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»بادغیس او بلخ کې ۲۰ کلنه شخړه حل شوې
    افغانستان

    بادغیس او بلخ کې ۲۰ کلنه شخړه حل شوې

    صابر افغانصابر افغان22 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت وايي، په بادغیس او بلخ کې یې دوې شخړې حل کړي دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بادغیس ابکمري ولسوالۍ د اب باریک سیمې د قدي قومونو ترمنځ شاوخوا ۲۰ کاله مخکې پېښه شوې شخړه، چې له کبله یې ډېرو کسانو ته مرگ‌ژوبله اوښتې وه، د یاد ولایت د مقام په هدایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي سپین ږیرو او دیني عالمانو په منځگړیتوب حل او په دوستي بدله شوه.

    د خبرپاڼې له مخې، د شخړې د حل پر مهال ښکېلو اړخونو د مرکې غړو او مسوولینو ته اختیار ورکړ، چې ټاکل شوو مرکچیانو له پوره څېړنې وروسته د دوی په اړه د سولې او خیر پرېکړه وکړه او کړې پرېکړه یې ټولو گډونوالو ته واوروله.

    د یو بل خبر له مخې، په بلخ کې هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په منځگړیتوب د خلکو ترمنځ د ځمکو پر سر رامنځته شوې دوه شخړې هوارې او په سوله بدلې کړې دي.

    د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب په دوو جلا جلا ناستو کې د یاد ولایت د خلکو تر منځ د ځمکو پر سر رامنځته شوې دوه شخړې هوارې او په سوله بدلې شوې.:«د دغو شخړو له جملې څخه یوه یې د چمتال ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ په ۲۵ جریبه ځمکه راپېښه شوې وه، چې له څه مودې راهیسې یې دواړو لورو په خپل منځ کې اختلافات لرل. دغه قضیه د یاد ریاست د مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو له پوره څېړنې وروسته حل شوه او ښکېلو لورو یې پر حل خوښي څرگنده کړه.

    دویمه شخړه د دولت آباد ولسوالۍ د قرشي‌گک په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه چې د شخړو د حل د کمېسیون د یوه غړي مولوي عبدالقادر او قومي مشرانو په منځگړیتوب حل او په دوستي بدله شوه.»

    هېره دي نه وي، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د قومي سپین ږیرو او دیني عالمانو په مرسته د افغاني دودیزو جرگو او مرکو له لارې سلگونه لویې او وړې شخړې حل کړې او په دې برخه کې لا هم کوټلي گامونه اخلي.

    مخکینۍ مقالهنړیوال بانک: پرو سږکال د افغانستان صادرات نسبتاً ثابت وو
    راتلونکي مقاله د افغانستان ـ قزاقستان ترمنځ گډ نندارتون جوړېږي

    مربوطه لیکنې

    ایران د افغانستان رئیس‌الوزراء ته د علي خامنه‌ای جنازه کې د ګډون بلنه ورکړې

    21 جون 2026

    فراه کې د کډوالو ښارګوټي اصلاحي پلان منظور شو

    21 جون 2026

    د افغان او قزاق خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکارۍ ۲۵ هوکړې لاسلیک شوې

    21 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 21 جون 2026

    د پوځي رژیم د اجيرانو رسوايي او د پرونیو شعارونو حقیقت

    د تاریخ پاڼې تل ښيي چې کله یو لوری د مادي ګټو پر بنسټ خپل…

    د اربکیانو د ظلمونو تسلسل؛ د بلوچستان پرلت او د فتنې ناکامه سناریو

    21 جون 2026

    د شریرو پلانونو شنډېدل او د مرییتوب شرمېدلی برخلیک

    21 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پوځي رژیم د اجيرانو رسوايي او د پرونیو شعارونو حقیقت

    21 جون 2026

    د اربکیانو د ظلمونو تسلسل؛ د بلوچستان پرلت او د فتنې ناکامه سناریو

    21 جون 2026

    د شریرو پلانونو شنډېدل او د مرییتوب شرمېدلی برخلیک

    21 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،168 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،108 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،219 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.