Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»نړۍ له ناسمو عینکو افغانستان ته ګوري!
    لیکني

    نړۍ له ناسمو عینکو افغانستان ته ګوري!

    صابر افغانصابر افغان11 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نړۍ د افغانستان د اوسني حکومت په وړاندې وخت ناوخت او له تېرو دريو کلنو څخه ناسمې نيوکې، بې ځايه راپورنه او سروي ګانې نشروي، دوی د افغانستان وضعيت ته له خپلو عینکو او ديد ګوري او هغه ډول انګيرنې او تمې لري، کوم چې په نورې نړۍ کې روانې دي‌، که داسې څه نه وي، نو نوی څيز او د قوانینو تطبيق ورته د بشري حقوقو او د نورو حقوقو د ازادۍ د صلب په معنا سره تعبير کوي.

    دوی د اسلامي نظام لخوا د اسلامي شريعت او الهي احکامو تطبيق هم د نړۍ په کچه د بشر ضد او د انسانانو په وړاندې د شکنجې او زور زياتي په توګه د اسلامي نظام کړنې بولي او په بيا بيا يې د بندولو غوښتنې ترسره کوي، د قصاص، د حدودو جاري کول، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر کړنې او الهي احکامو تطبيق ورته د بشر خلاف کړنې معلومېږي.

    دوی د همداسې الهي احکامو په وړاندې د عامه ذهنیت د بدلون او اسلام ضد فکر جوړونې او په وړاندې يې د سنګر نيونې په هڅه کې دي.

    غرب په ټوله معنا په وروستيو دريو کلنو کې هڅه وکړه چې د اسلامي نظام په وړاندې په هره برخه کې هم عملي او هم تبلیغاتي سنګر ونيسي او د اسلامي نظام مشران تر خپل فشار لاندې خپلو غوښتنو ته قايل کړي، خو په دې برخه کې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.

    د غربي نړۍ په لر او بر کې چې کومه فحشا او بربنډتيا نن او پرون روانه ده، افغان ولس یې هيڅ حتی په اړه يې د خبرو ترسره کولو ته هم نه ده تيار، په لارو او کوڅو کې د هلک او انجلۍ ترمنځ عشق او د خواهشاتو سړول، په شپینو کلپونو کې د زنا او نورو نامشروعو اړيکو او اعمالو ترسره کول او نور داسې اعمال او کړنې دي، چې د مسلمان افغان ولس له عینکو بې حيايي، بربنډتوب او بې غیرتي، خو دوی (غربيان) بيا دا ډول کړنې د بشر پالنې، ساتنې او ازاديو په نومونو سره نوموي چې هيڅ مسلمان او افغان ته د داسې ازادۍ، بشر پالنې او حقوقو غوښتل د منلو وړ دي.

    کفري نړۍ که د اسلامي نظام او افغان ولس سره خواخوږي او نږدېوالی په اړیکو او تعامل کې غواړي، نو د اسلامي نظام د الهي او بنسټيزو احکامو او ارزښتونو خلاف دې دښمني او اسلام ضد فکر جوړونه او د تبليغاتو ترسره کول پرېږدي او د افغانستان حالت د ادراک لپاره دې غربي د ازادۍ او بربنډتيا عينکې له سترګو لرې او د افغانستان شته واقعيتونو ته په کتلو دې راپورنه، سروې ګانې او د نظرونو څرنګوالی ترسره کړي، که نه د دوی لخوا د هر اسلام ضد راپور خپرولو سره دوی يوازې خپل حیثیت او دوه مخي توب مسلمان ولس ته روښانه کوي، چې نور هيڅ ګټه پرې نشې مرتب کولای.

    مخکینۍ مقالهجاپان له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
    راتلونکي مقاله په غزني ولایت کې یو روغتیایي مرکز جوړیږي

    مربوطه لیکنې

    له اشغال شويو ډيپلوماټيکو څوکيو د افغان هويت ضد دريځونه

    11 جون 2026

    په افغانستان کې د جبهاتو د پسرلنیو عملیاتو په اړه د تبلیغاتي کمپاینونو حقیقت

    10 جون 2026

    پرديپال ولې د تاریخ د مسخه کولو هڅه او د بلې جګړې وړاندوينه کوي؟

    9 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 جون 2026

    روسیه کې یو ۱۹ کلن ځوان پر اسلامي امارت د ناسمې تبصرې له امله جریمه شوی

    روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد یوې محکمې یو ۱۹ کلن ځوان د…

    د روسیې اګري میر شرکت د افغانستان کرومايټ او جستو کانونو کې پانګونه کوي

    11 جون 2026

    ټرمپ: امریکا به نن شپه پر ایران تر ټولو درانه هوایي بریدونه ترسره کړي

    11 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    روسیه کې یو ۱۹ کلن ځوان پر اسلامي امارت د ناسمې تبصرې له امله جریمه شوی

    11 جون 2026

    د روسیې اګري میر شرکت د افغانستان کرومايټ او جستو کانونو کې پانګونه کوي

    11 جون 2026

    ټرمپ: امریکا به نن شپه پر ایران تر ټولو درانه هوایي بریدونه ترسره کړي

    11 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،104 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،210 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.