د نیمروز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د دلارام ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې په دغو شبکو کې د ۲۰ متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو دوه ذخیرو جوړول، د ۱۱۷۱۸ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۲۲۵ شیردهنونو او ۶۴ سولر تختو نښلول شامل دي.

ویل شوي، د یادو شبکو د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د دغو کلیو ۴۰۴ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version