د روېټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د امریکا پنسلوانیا ایالت کې د فولادو په یوه فابریکه کې څو پرله‌پسې چاودنو دوه کسان وژلي او لږ تر لږه ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

ویل شوي دغه چاودنې د امریکا پر وخت د سهار شاوخوا ۱۱ بجې د «نیپون سټیل» شرکت په یوه څانګه کې رامنځته شوي دي.

راپورونه وایي، څو تنه ټپیان د سختې سوځېدنې له امله د مړینې له ګواښ سره هم مخامخ دي.

امریکایي چارواکو تر دې مهاله د چاودنو د لامل په اړه څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version