نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې په یو مطلب کې د داعش خراسان له لوري روسیه کې وروستي برید او په هغوی کې د تاجکستان د اوسیدونکو لاس لرلو ته اشاره کړې ده.

تیره مارچ میاشت کې مسکو کې یو برید کې ۱۴۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې ومانه او ویې ویل چې څلور تنه برید کې ښکیل وو.

هغه څلور کسان د تاجکستان اوسیدونکي وو چې د روسي امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او اوس یې محاکمه روانه ده.

نیویارک ټایمز وایي، داعش خراسان ډیر جنګیالي لري چې له نیمایي ډیر یې تاجکان دي.

تاجکستان چې شاوخوا لس میلیونه نفوس لري د نړۍ له بې وزله هیوادونو څخه یو دی.

له یو میلیون ډیر تاجکان په روسیه کې په رسمي ډول په کار بوخت دي او زرګونه نور هلته په غیر قانوني ډول کار کوي.

د تاجکستان د اسلامي ګوند تبعید شوی مشر محی الدین کبیري وایي، د تاجکستان نوي نسل په راتلونکي باور له لاسه ورکړی دی.

هغه وایي، تاجکان دوه لارې لري. یو دا چې د تاجکستان سیکولر دیکتاتوري ومني او یا دا چې داعش یا کومې بلې ډلې سره یو ځای شي.

وروستیو کې د ترکیې، ایران او روسیې بریدونو کې د داعش خراسان تاجک جنګیالي ښکیل وو.

ویل کیږي د تاجکستان ناوړه شرایطو تاجکان اړ کړي چې داعش سره یو ځای شي او خونړیو بریدونو کې ملکي وګړي د پیسو په بدل کې ووژني.

روسیه کې د داعش خراسان د یو نیول شوي جنګیالي مور مویسار زرګرووا وایي، موږ ته دې وویل شي چې تاجک ځوانان څوک جذبوي؟هغه زیاتوي، زوی مې د ټوپک اخیستو پیسې نه درلودې، نو هغوی ته وسله چا واخیسته؟ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د افغان حکومت د فشار له امله داعش خراسان خپل مرکزونه تاجکستان او پاکستان ته لیږدولي دي.

ویل کیږي د داعش خراسان مشر شهاب الماجر د پاکستان بلوچستان کې ژوند کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version