ارغوان وطنیار
افغانستان کې بې زوره، عاطفي یا دموکراسي نظامونه نشي چلیدلی، دلته په زور د زورورو زور اوبه کوي، د کرزي او غني په ادارو کې شېر پور دومره غصب شو چې خپله غني به ورته شېر چور ویل، یعنې دلته زمری هغه ده چې چور وکړي، هلته چور د عادي سړي د وس کار نه و، شېرپور کې لوی لوی شیرانو او پړانګانو د غصب ښکار کولای شوای.
داسې پړانګانو د ځمکو په چور او غصب لاس پورې کړ چې د هغوی په ریاست او رهبرۍ به د امنیت شورا غونډې دايريدې، د غصب د مخنیوي په نوم یې کمیسون ایجاد کړ چې د کابل د شاروالۍ مامورین یې مسؤلین وو، بیا به همدا مامورین د همدې پړانګانو تر لغتو لاندې پراته ول.
تېره ورځ له دهمزنګ کوټسنګي ته تللم سکواټورونه د ودانیو پر بامونو ولاړ ول او ټولې هغه ودانۍ یې نړولې چې د کابل ښار د پراخولو په ماسټر پلان کې شاملې وې، پاتې دې نه وي چې د کابل ښاروالۍ، عراضۍ او شهر سازۍ ټولو په همغږۍ هغه کورونه او ودانۍ استملاک کړې چې د خلکو شخصي ملکیتونه ول او د ا.ا.ا د یو ګډ کمیسون په ترڅ کې د خلکو د شخصي ملکیتونو جبران خساره ورکوي او په ځمکه یې دولتي نقشه پلي کوي، د دهمزنګ له واټه واخله د کوټسنګي تر پله پورې د ودانیو د نړولو عملیات اخري پړاو ته رسیدلي، ما چې د دولت دا جسورانه اقدام عملا ولیده، په زړه کې مې ډېرې دعاوې وکړې او ومې ویل چې دغسې حاکمیت نه دي خدای دا ملت نه محروموي چې د عادي مجاهد او عادي عسکر څپېړې ته د هغه وخت فرعونیان نشي درېدلی.
څو ځله د کابل د انکشاف بحث بهرنیانو پورته کړی مګر دا بحث خپله ارګ والو په ارګ کې خاموشه کړی، د بسم الله خان، امرالله خان، یونس قانوني، مسلمیار، الاګل مجاید او ملاتره خېل، احمدضیاخان، جنرال دوستم، سیاف او نورو پړانګانو په سویه خلکو د افغانستان په زرخیزه ځمکو غصب کړی و.
اوس د کابل د انکشاف له دښمانانو مږې جوړې شوي او په سوړو ننوتي، د دهمزنګ له سړک جوړونې له عملیات سره هم مهاله د هوایي ډګر نه واخله د جلال اباد تر هډې دویم سړک باندې کار پېلیږي، د هغو کورونو د استملاک پړاونه بشپړ شوي او ډېر ژر به هغه بلډینګونه، ودانۍ او د تېلو پمپونه ونړيږي چې د سړک پلان پرې تطبیقیږي.
افغانستان کې دغسي مټور نظام په کار دی چې له زورور بازانو بڼکې وباسي او ولس ته د ډوډۍ او عزت ژوند ور په برخه شي.
د افغانستان د انکشاف ماستر پلان دي خدای په همدې نظام کې تطبیق او دا نظام دي پایداره شي.کابل او کابلیان دي همداسې د ارامۍ ساه واخلي.
تل دي وي افغانستان، پاینده اباد افغانستان، یشه سن افغانستان