د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فېدان ویلي، چې انقره او دمشق، د سوریې د وروستیو حالاتو په اړه ګډې ناستې کوي او اړتیا ده چې د سوریې موجودو ګواښونو او ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه وشي او د حل لارې ورته وموندل شي.

د راپورونو له‌مخې، نوموړي ویلي، چې سوریه له داسې حالاتو او بدلونونو سره مخ ده، چې انقره یې پر وړاندې بې‌غوره نه‌شي پاتې کېدی.

نوموړي همداراز ویلي، چې د صهیونیست رژیم پراختیا غوښوتونکی سیاست له غزې وروسته سوریې ته هم غځېدلی.

د ویلو ده، چې نن (چهارشنبه) د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته په سفر تللی او هلته یې له لوړ رتبه ترک چارواکو سره لیدلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version