راپورونه وایي، د هایتي په پلازمېنه «پورتو پرنس» ښار کې د امریکا سفارت ته نږدې شدیدې ډزې شوې دي.
تر دې پېښې وروسته د سفارت شاوخوا تګ راتګ ځنډول شوی او د امریکا سفارت اعلان کړی، چې خپل عادي خدمات یې بند کړي دي.
امریکايي چارواکو خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې تر بلې خبرتیا د سفارت شاوخوا کې له ګرځېدا ډډه وکړي او امنیتي خبردارۍ تعقیب کړي.
