د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر، رشید مردوف سره کتلي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د کابینې غړو هم ګډون درلود.

یاده لیدنه کې د کابل او تاشکند ترمنځ د ټاپي، ټاپ، د اوسپنې پټلۍ او برښنا پروژو په اړه خبرې شوې.

‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او په دې پروژه کې د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

‏ورته مهال د ترکمنستان مرستیال لومړي وزیر، له اسلامي امارت څخه مننه کړې چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې ښه زمینه برابره کړې او ویلي یې دي، چې د روان میلادي کال تر پایه به د دې پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې راورسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version