Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»هرات کې درې مهمې کارخونې پرانیستل شوې
    افغانستان

    هرات کې درې مهمې کارخونې پرانیستل شوې

    صابر افغانصابر افغان29 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې درې مهمې کارخونې پرانیستې.

    له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په پرانیستل شوو کارخونو کې د ایتوک فارما، افغان میډسن د درملو تولیدي فابریکه چې ۱۶ مېلیون ډالر پانگونه پرې شوې او لسگونه قلمه مختلف درمل تولیدوي.

    شمس کولا د غیر الکولي مشروباتو تولیدي فابریکه کې هم په مېلیونونو ډالر پانگونه شوې، چې مختلف تولیدات لري.

    نوموړي د یادو کارخونو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د هر هېواد اقتصادي وده له صنعتي فعالیتونو سرچینه اخلي، چې له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت په راتگ سره افغانستان د صنعتي کېدو په لور خپل مزل پيل کړی دی.:« اوسمهال افغانستان په یو شمېر سکټورونو کې ځان بساینې ته رسېدلی او دا دې اقتصادي ثبات پر لور مهم گام دی.»

    ښاغلي برادر پانگه‌وال وهڅول چې په هېواد کې پانگونه وکړي او خپل تولیدات په لوړ معیار تولید کړي؛ ځکه اسلامي امارت ته کیفیت او معیار لومړیتوب لري.:«اسلامي امارت ټولې امارتي ادارې مکلفې گرځولې څو د پېرولو پر مهال کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي او همدارنگه یې پر لسگونو هغو وارداتي توکو گمرکي تعرفه هم زیاته کړې، چې هغه په کور دننه تولیدېږي.»

    نوموړي هېوادوالو ته د باکیفیته درملو د وړاندې کولو په برخه کې د ایتوک فارما او افغان میډسن تولیدي کارخونو فعالیت یاد کړ او زياته یې کړه، چې په دې سره به تر ډېره د هرات ولسونو د درملو ستونزې حل شي.

    ایتوک فارما د درملو تولیدي فابریکه کې ۱۰ میلیون ډالره پانگونه شوې، چې په لومړي سر کې ۵۰ قلمه بېلابېل درمل تولیدوي. افغان میډسن د درملو تولیدي فابریکه کې بیا ۱۶ میلیون ډالر پانگونه شوې، چې لسگونه قلمه مختلف درمل تولیدوي.

    شمس کولا د غیر الکولي مشروباتو تولیدي فابریکه کې هم په میلیونونو ډالر پانگونه شوې، چې مختلف تولیدات لري.د یادونې وړ ده چې په یادو فابریکو کې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې.

    مخکینۍ مقالهد ثور اوومه او اتمه؛لاسته راوړنې، تېروتنې او تاریخي عبرتونه!
    راتلونکي مقاله خیبر پښتونخوا: دېره اسماعیل خان کې وسله والو یو قاضي تښتولی دی

    مربوطه لیکنې

    د اذربایجان مرستیال ولسمشر: د کابل او باکو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره پراخ فرصتونه شته

    23 مې 2026

    جرمني کې تر ‎درملنې وروسته ۱۹ ماشومان هېواد ته راستانه شول

    22 مې 2026

    هند د واکسینونو ۲۰ ټنه اړین توکي افغانستان ته استولي

    22 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 مې 2026

    د امریکا نیویارک ښار کې د کښتۍ جوړونې په یوه فابریکه کې چاودنه شوې

    اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا نیویارک ښار د کښتۍ جوړونې په…

    ايراني هيکرانو د جګړې پر مهال د امريکا د هوايي چلند سکټور سافټوير انجنيران په نښه کړي و

    23 مې 2026

    چین کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې چاودنې ۸۲ کسان وژلي

    23 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امریکا نیویارک ښار کې د کښتۍ جوړونې په یوه فابریکه کې چاودنه شوې

    23 مې 2026

    ايراني هيکرانو د جګړې پر مهال د امريکا د هوايي چلند سکټور سافټوير انجنيران په نښه کړي و

    23 مې 2026

    چین کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې چاودنې ۸۲ کسان وژلي

    23 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.