لیکوال: عادل افغان

د ثور (غویي) دوې پرله پسې ورځې (اوومه او اتمه) د افغانستان او افغانانو لپاره دوې تاریخي ورځې دي چې اغېزې یې تر نن ورځې هم محسوسېږي او ښايي په راتلونکي هم سیوری وغوړوي.

د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه خلقیانو او پرچمیانو ( چپیانو) د سردار محمد داوود خان تر مشرۍ لاندې د افغانستان د هغه مهال حکومت راوپرځاوه، داوود خان یې له خپلې کورنۍ سره یوځای له منځه یووړ او په دې سره پر افغانستان د کمونیزم توره بلا مسلطه شوه.

کمونیستانو په لومړي سر کې افغانستان د شوروي اتحاد د ښامار تورې خولې ته ور واچاوه، افغانستان عملاً د کمونیستانو او شورویانو له خوا اشغال شو او دوی د خپلې ډلې ټپلې د پیاوړتیا او خپلې وحشي او جنایتکارې مفکورې د خورولو لپاره مټې راونغاړلې.

ډېرو خلکو ته یې په ګرمو او غوړو ژمنو دوکه ورکړه او له ځانه سره یې یو ځای کړل.

په ورته مهال یې د هغو افغانانو پر وړاندې له ظلم، شدت، وحشت او بربریت ډک ګامونه اوچت کړل، چې د دوی د مفکورې مخالف وو او یا لږ تر لږه له دوی سره نه یو ځای کېدل.

دوی عملاً په افغانستان کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې خپله سرسخته دښمني پیل کړه، په سلګونو زره کسان یې د اسلام او مسلمانیت په نوم شهیدان کړل، ژوندي یې تر خاورو لاندې کړل، پولیګونونه یې پرې ډک کړل، د زندانونو پنجرې او دېوالونه یې په وینو ورته ولړل او دومره له وحشت او جنایت ډک کارونه یې ورسره وکړل چې په ویلو سره یې د سړي د سر وېښتان ببرېږي.

دوی د خپل واک او ظلم دبدبې دومره غرق نشه کړي وو، چې فکر یې کاوه د تل لپاره به یې واک او راج چېلېږي، ځکه خو یې خپلو ځانونو د ژوند ښه امکانات برابر کړي وو، د دوی په وخت کې درې شیان ډېر مشهور وو (کور، کالي، ډوډۍ)، ځانونو، خپلو پلویانو او دغه راز اجیرو عسکرو ته یې هم ښه کورونه ورکړل، هم به یې کالي ورته ورکول او هم به یې ښه غوړه ډوډۍ ورته برابروله، د دې برعکس یې بیا له نورو افغانانو هم کور اخیست، هم به یې کالي او جامې ورته په وینو لړلې او هم به یې په زندانونو کې له لوږې وژل.

دوی څو کاله همداسې د شوروي اتحاد او کمونیزم تر سیوري او څپرې لاندې همداسې له عیاشۍ او دبدبې ډک ژوند درلود.

د کابل په ګډون یې د هېواد لوی ښارونه د فحشا مرکزونه ګرځولي وو، بې ستري پکې اوج ته رسېدلې وه او ان ډېرې مسلمانې او مظلومې مېرمنې یې د پړوني او حجاب په جرم شهیدانۍ او ژوندۍ ورکې کړې.

دوی فکر کاوه چې په دغه ډول ظلمونو او جنایتونو به د افغان مسلمان ملت اراده ماته کړي، د خلکو اسلامي عقیدې به کمزورې او د افغانستان اسلامي خاوره به د خپلو وحشي او جنایتکاره مفکورو ځاله وګرځوي، خو دوی په خپلې دې محاسبې کې تېروتي وو، دوی ته د خپل ظلم او ستم دبدبې دا کاذبه خوښي ورکړې وه، دوی د دې خاورې او ملت له پولادي عقیدې او ارادې ناخبره وو.

له دومره ظلمونو او حشتونو سره سره، د افغانستان مسلمان ملت د دوی پر وړاندې ملي قیام پیل کړ، د شوروي اتحاد، دوی د افغان مزدورانو خلقیانو او پرچمیانو له ټول قوت، وحشت او دبدبې سره سره یې، پر دوی مرګوني ګوزارونه پیل کړل.

دې ګوزارونو د دوی د ظالم او جنایتکاره حکومت پښې سستې کړې او ورځ تر بلې د دوی پر وړاندې کرکه د جهاد انګېزه پیاوړې کېده، ترې دې چې هغه ورځ هم راورسېده چې نور دلته د دوی د ظلم او تاراج دورې ته د پای ټکی کېښودل شو.

دوی د بادار او د وخت د نړیوال فرعون ( شوروي اتحاد) زړه هم د مجاهدینو د بریدونو او پرله پسې بریو له وېرې څخه په درزا شو، له همدې کبله یې په نړۍ کې له ټول قوت او ځواک سره سره، په افغانستان کې زور اوبه او په ډېرې بېچاره‌ګۍ او بېوسۍ یې له دې ځایه پښې سپکې کړې. خپل مزدوران او د ناسمې مفکورې معتادین یې یوازې او یتیمان پرېښودل، دوی ته کور پر ګور، کالي پر کفن او ډوډۍ پر ګولۍ بدله شوه.

ناچارې ورځې هرې خواته دنګول، خو هېڅ یې په لاس نه ورتلل. بلاخره مجاهدینو ترې هرڅه ونیول او افغانستان د دوی له ظالمې او وحشي سلطې خلاص شو، خلک خوشاله شول او د ازادۍ نسیم یې مات او کمزوري زړونه بیا راژوندي کړل، خو له دې ناخبره وو، چې بیا به د یوې داسې فتنې ښکار شي، چې ان د خلقیانو او پرچمیانو د وخت نادودې به یې پرې هېرې شي.

له بده مرغه مجاهدینو د خپل تېر جهاد، کړاوونو، تکلیفونو، ربړو او ډول ډول ستونزو ګاللو ثمره په ډېرې بې غورۍ سره په اوبو لاهو کړه او نه یوازې دا چې ګټلې بریا او فتحه یې له لاسه ووتله، بلکې د هېواد یې د واک او قدرت په جزیزو ووېشلو، مرکزي یې جوړ نه شو کړای، د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو په استخباراتي لومو کې راګیر شول، قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصبونه پکې خپل اوج ته ورسېدل، په شمال کې یو حکومت و، په جنوب کې بل، په ختیځ کې یو چا حکومت کاوه او په لوېدیځ کې بل چا، هر خوا خپلسرۍ روانې وې، لویې لارې له پاټکونو ډکې وې، خلک پکې وهل کېدل، رټل کېدل او عزت به یې تر پښو لاندې کېده، په هېواد کې څو ډوله کرنسي دود شوه، هر چا د پاچاهۍ نغارې ډنګولې.

بلاخره په دې سره هېواد مرګونې کورنۍ جګړې ته ننوت، سلګونه زره کسان پکې ووژل شول، د انسانانو په سرونو کې مېخونه ټک وهل شول، د ښځو سینې ترې پرې شوې او دومره نادودې وشوې چې د خلقیانو او پرچمیانو هغه یې له خلکو هېرې کړې.

بالاخره تر ډېر اخ و ډب او سختو کورنیو جګړو وروسته پر هېواد د اسلامي امارت روښانه لمر خپلې وړانګې راولورولې، چې ورسره سم هغه تېرې ستونزې له منځه ولاړې. په افغانستان کې خپلواک او پیاوړی اسلامي حکومت رامنځته شو، اسلامي شریعت پکې پلی کېده، د واک جزیرې پکې له منځه ولاړې، پیاوړی مرکزي حکومت جوړ شو.

که افغانان د خپل ټول تاریخ پر ځای یوازې همدا د خلقیانو له دورې راپه دې خوا تاریخ ولولي، هرڅه به ورته د لمر په څېر روښانه شي، دا تاریخ ټول له درسونو او عبرتونو ډک دی، نو اوس هم افغانانو ته بویه چې له دې تاریخ عبرت او درس واخلي، د خپل نظام تر څنګ ودرېږي، د چا په غوړو او ګرمو ژمنو ونه غولېږي او هېواد بیا داسې کندو ته ونه غورځوي چې بېرته ترې وتل ورته یا ناممکن او یا هم د ډېرې قربانۍ په بیه تمام شي.

د دې ترڅنګ دغه لنډ تاریخ د نړۍ زبرځواکونو او یرغلګرو هېوادونو لپاره هم ښکاره پیغام لري چې په زور کلي نه کېږي، په زور به دوی دا وطن ښايي اشغال کړي، خو هضم به یې ورته اغزن سیم شي، د دوی تپلي او په زور راوړي حکومتونه به تل دومره لږ عمر لري، لکه د خلقیانو او یا هم په تېرو دوو لسیزو کې له غربه راوړل شوی او تپل شوی جمهوریت!

ځواب پریږدئ

Exit mobile version