د اوبو او انرژۍ وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د ياد وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د اسحاق سديس په نوم د يوه خصوصي شرکت له رئيس محمد حسين عثماني سره په هرات کې د «تذربید او واخل» د اوبو ذخیروي بندونو د جوړولو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د خبرپاڼې پر بنسټ د شوې هوکړې پر اساس به شرکت د اوبو او انرژۍ وزارت سره په همکارۍ د ذخیروي بندونو سروې، ډیزاین او رغنیزې چارې پیل کړي.