بلوڅ بېلتون پالو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې وسله والو یې په کوهلو، تمپ، مستونګ او نوشکي ولسوالیو کې پر پوځ، پوځي تاسیساتو او معدن لېږدونکو لاریو باندې څلور بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی، پنځه تنه ټپیان شوي او نور په تېښته بریالي شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې په دغو بریدونو کې بلوڅ بېلتون پالو یې یو شمېر پوځي تجهیزات هم ترې ترلاسه کړي دي.
یاده دې وي چې د نوي میلادي کال له پیل راهیسې پر پاکستاني پوځ او امنیتي ادارو بلوڅ بېلتون پالو په خپلو بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راوستی او نږدې هره ورځ پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي.