د هرات ولایت مقام رسنيز دفتر خبر ورکړی، چې د اسلام کلا په صفري نقطه کې يې د ۴۱ زره کډوالو لپاره د لنډ مهاله پنډغالو د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډېر ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یې تر دې مهاله په اسلام کلا کې د ۲۶زره تنو لپاره د موقتي استوګنې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د مسوولینو په خبره، ډېر ژر به په دغه لنډ مهاله پنډغالي کې د ۴۱ زره کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version