د هرات ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت زلزله‌ځپلو ته د کورونو سپارلو لړۍ روانه ده.

د یاد ولایت مرستیال والي مهاجر فراهي وايي، د هرات زلزله‌ځپلو ته د کورونو د سپارلو په دوام یې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې هم ۸۰ نوي کورونه زیانمن شوو کورنیو ته سپارل شوي دي.

دی وايي، د انجیل ولسوالۍ د پروانې سیمه کې یې ۸۰ کورنیو ته نوي کورونه وسپارل چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوي وو.

د فراهي په خبره، تر اوسه د هرات په بېلابېلو سیمو کې د استوگنې څلور زره کورونه جوړ شوي او زیانمن شوو کورنیو ته سپارل شوي دي.

پرو سږکال په هرات کې سخته زلزله وشوه، چې له امله یې زرگونه تنه ووژل شول او زرگونه نور ټپیان شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version