د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د تامیناتي چارو معینیت د څرخي پله د تخنیکي او اساسي کنډک تخنیکي پرسونل گڼ شمېر نظامي وسایط رغولي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په یادو رغول شوو موټرونو کې رینجر، هاموي ټانگونه او گڼ شمېر پوځي وسایل شامل دي.د

یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بري وروسته دا څوم وار دی چې د څرخي پله په کنډک کې تخنیکي پرسونل لسگونه عرادې نظامي موټرونه رغوي او گټه اخیستنې ته سپارل کېږي.

له دې وړاندې د ملي دفاع وزارت هم سلگونه نظامي وسایط بېرته رغولي دي، چې اوسمهال د افغان ځواکونو په واک کې ورکړل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version