د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، واک ته د ا.ا له رسېدو را وروسته په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۵ زره تنه په نشهیي توکو روږدي راټول او درملنه یې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې هره اوونۍ څه باندې ۱۰۰ روږدې له رغېدو وروسته د دغه ولایت له ۴زره بستریز کمپ څخه فارغ او خپلو کورنیو ته سپارل کېږي.
د یادونې ده، چې روږدو ته د بدن جوړونې، رواني مشورې او په بېلابېلو برخو کې مسلکي زدهکړې هم ورکول شوې دي.
