د سوډان د ډاکټرانو شبکې ویلي، چې څه باندې ۱۹زره تنه سوډانیان د متحده عربي اماراتو له ملاتړه برخمنو (چټک ملاتړ غبرګون) ملېشو په زندانونو کې بندیان دي.
په راپور کې راغلي، چې دغه زندانیان د سوډان په «دقریس» او «کوپر» زندانونو کې ساتل کېږي؛ چې پکې ښځې ماشومان او روغتیايي کارکوونکي هم شامل دي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د سوډان په روانه جګړه کې د عامو خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی د جګړهییزې وسلې په توګه کارول کېږي.
