د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په هېواد کې د بشپړ امنیت له برکته اوسمهال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خلک افغانستان ته راځي او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه لیدنه کوي.

د یاد وزارت د گرځندوی ریاست وايي، تازه لس تنه چینايي سیلانیان هرات ته راغلي او د هرات د تاریخي ابداتو او سیاحتي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.: «هره اوونۍ هرات د بهرنيو سيلانيانو د ورتلو شاهدان وي، دلته سيلانيانو ته هر ډول لازمې اسانتياوې برابرې شوي دي او هرات ولايت د سيلانيانو لپاره مناسب ځای دی.»

چینايي سیلانیانو هم د افغانستان د کلتور، رسمونو او امنیتي وضعیت په اړه غږېدلي دي.

یادو سیلانیانو ویلي، دا مهال افغانستان د بهرنيو سيلانيانو لپاره امن او مناسب ځای دی، د افغانستان وضعيت چې څنگه په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې ښودل کېږي، ډېر تفاوت دی، دا هېواد ډېر امن دی او خلک يې په عادي ډول خپل ژوند مخته وړي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې د چینايي سیلانیانو سربېره هندي، اروپايي، امریکايي او افریقايي سیلانیان افغانستان ته راغلي دي او له دې ځایه یې خوږې خاطرې وړې دي.

د گرځندوی چارو کارپوهان وايي، که حکومت د هېواد په تاریخي او کلتوري ځایونو کې د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي؛ نو لرې نه ده چې افغانستان هر کال له بهرنیو سیلانیانو له درکه مېلیونونه امریکايي ډالر عواید ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version