د پاسپورت عمومي ریاست ویلي، چې د پاسپورتونو وېش په ټول هېواد کې عادي شوی او اوس هره ورځ په ټول هېواد کې تر دوه نیم زرو پورې پاسپورتونه وېشل کېږي.

د پاسپورت عمومي رییس مولوي عبدالکریم حسیب وایي، د بېړنیو ناروغانو او د ډېر عمر لرونکو لپاره ځانګړې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي.

د هغه په وینا، عادي غوښتونکي کولی شي، خپل پاسپورت په دوه ورځو کې ترلاسه کړي، خو د ناروغانو، مشرانو او لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو له‌پاره دا چاره لا چټکه شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version