د بلومبرگ په نامه یوه رسنۍ وايي، د اروپايي ټولنې ځینې غړي هېوادونه غواړي چې په کابل کې خپل تړل شوي سفارتونه بېرته پرانیزي.

یادې رسنۍ د اروپايي ټولنې د دیپلوماتانو له قوله ویلي، چې د اروپايي ټولنې ځینې غړي هېوادونه په افغانستان کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو د بیا پیلولو اړتیا درک کړې ده او غواړي خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

بلومبرگ په خپل راپور کې ویلي، ایټالیې په دې وروستیو کې کابل ته خپل پلاوی لېږلی و؛ څو په کابل کې امنیتي وضعیت له نږدې وگوري او وروسته د سفارت پرانیستو په تړاو پرېکړه وکړي.

د دې سربېره د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې هر څومره ژر چې امنیتي شرایط برابر شي، کابل ته به خپل سفیر ولېږي.

اوس‌مهال د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو یوه استازولي په کابل کې شته او تر دې مهاله د کوم اروپايي هېواد له لوري په کابل کې سفارت نه دی پرانیستل شوی.

له دې وړاندې د انگلستان پلاوي هم ویلي وو، چې غواړي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې په کابل کې د ټولو هېوادونو سفارتونه وتړل شول.

افغانستان اوس یوازې له چین سره رسمي سفارتي اړیکې لري او په ځینو نورو هېوادونو کې یې هم سفیران شته.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version