د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه د کډوالو وزارت ته سپارل شوې ده.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کورنیو بېځایه شوو او راستنېدونکو د بیا مېشتېدنې لپاره د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه د کډوالو وزارت ته سپارل شوې.
په خبرپاڼه کې د چین سفیر ژاو شېنگ له قوله ویل شوي، موږ ټول پوهېږو چې د افغانستان خلکو له څو کلونو راهیسې د جگړو، طبیعي پېښو او له هېواده د وتلو له امله په بېلابېلو برخو کې ډېر زیانونه لیدلي دي.: «د چین حکومت به د افغانستان ښه گاونډی او ښه دوست پاتې شي، د بشري مرستو لومړۍ جوپه چې د ۴۰مېلیونو چینایي ین په ارزښت واړه او لوی موټرونه، خیمې او کمپلې پکې شاملې دي، له افغان کډوالو سره د مرستې په موخه دغه وزارت ته وسپارل شوه.»
نوموړي ویلي، له نيمگړتياوو سره سره، هيله ده، چې دغه مرسته به د افغانستان د خلکو پر وړاندې د چين د خلکو د احساساتو څرگندونه وکړي.: «د بشري مرستو سربېره، چین لویې پروژې هم پلې کړې، پوره باور لرم، چې چین به د نړیوالې ټولنې په گډه مرسته د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي، چې په ځان بسیا شي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د چین په دې مرسته کې ٨٠ واړه او لوى وسايط، چې هایلکس، امبولانس، د اوبو ټانکر، باروړنکي موټر، څه باندې ٦٠٠٠ وړې او لویې خیمې او پينځه زره او ۱۰۰ کمپلې پکې شاملې دي د کډوالو وزارت ته سپارل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، اوس هم له پاکستان او ایران څخه هره ورځ زرگونه تنه په جبري او خپله خوښه راستنېږي، چې دوی ته د روغتیايي مرکزونو د جوړولو، کار موندنې، سر پناه، پوهنې، ښارگوټو جوړولو او بیا مېشتېدنې په برخه کې د نړۍ د هېوادونو د مرستې هیله لري.