Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»هلمند: باغران کې د ومانو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې
    افغانستان

    هلمند: باغران کې د ومانو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې

    صابر افغانصابر افغان26 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هلمند ځايي امنیتي مسوولین وايي، د هلمند امنیه قومندانۍ اړوند د نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو په باغران ولسوالۍ کې ومانو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.

    د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، یاده کارخونه د باغران ولسوالۍ په قره‌باغ سیمه کې وه، چې پکې ۹۰۰ کیلو غټ او میده ومان ونیول شول.

    د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند عزت الله حقاني وايي، په یاده کارخونه کې ۱۴ بېلرونه، ۳ گازډبې، ۲ ستلونه، ۴۰ لیتره ډېزل، یوه ژرنده او ۹۰۰ کیلو غټ او میده شوي ومان د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او له منځه وړل شوي دي.

    د حقاني په خبره، له دې وړاندې هم په یاده سیمه کې د ورته نشه‌يي توکو کارخونې او نشه‌يي توکو نیول شوي او له منځه وړل شوي دي.

    ومان یو بوټی دی چې د افغانستان په غرنیو سيمو کې خپله راشين کېږي او په وروستیو کلونو کې د هيرويينو او ښیښې په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېږي.

    له ومان بوټي څخه تر پروسس وروسته د ايفیډرين په نوم خالص مواد جوړېږي چې د کېمياوي موادو پر ځای د ښيښې او هيرويينو په جوړولو کې کار ځينې اخيستل کېږي.

    د ملگرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د ښیښې او هيرويينو په جوړولو کې د کېمياوي موادو پر ځای د ومان بوټي کارول له ۲۰۱۹ کال راهیسې پيل شوي او آن دا چې ايران ته هم قاچاق کېږي.

    د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، په ټول هېواد کې د ومان بوټي کرل او پلور بند کړی دی او دغه بوټی یې هم د نشه‌يي توکو په نوملړ کې راوستی.

    مخکینۍ مقالهد احصایې اداره: تېره میاشت د ۱۱۴ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي
    راتلونکي مقاله ملي دفاع وزارت: په تېر یو کال کې یې گڼې سپکې او درنې وسلې نیولې دي.

    مربوطه لیکنې

    دېره اسماعیل خان کې د بریدونو له وېرې مواصلاتي لارې وتړل شوې

    28 فبروري 2026

    ذاکر جلالي: د ملي ګټو او ملي امنیت د خونديتوب لپاره ټول مشروع او مسوولانه وسایل په هم‌مهاله او همغږي ډول کارول کېږي

    28 فبروري 2026

    مولوي امیرخان متقي له خپل سعودي سیال سره پر روانو سیمه‌ییزو مسایلو غږېدلی

    27 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 28 فبروري 2026

    دېره اسماعیل خان کې د بریدونو له وېرې مواصلاتي لارې وتړل شوې

    د پاکستاني رژیم تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا دېره اسماعیل…

    ذاکر جلالي: د ملي ګټو او ملي امنیت د خونديتوب لپاره ټول مشروع او مسوولانه وسایل په هم‌مهاله او همغږي ډول کارول کېږي

    28 فبروري 2026

    د ملي ګټو پلورونکي او د پرديو تېري ته خوشبین نندارچيان

    28 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    دېره اسماعیل خان کې د بریدونو له وېرې مواصلاتي لارې وتړل شوې

    28 فبروري 2026

    ذاکر جلالي: د ملي ګټو او ملي امنیت د خونديتوب لپاره ټول مشروع او مسوولانه وسایل په هم‌مهاله او همغږي ډول کارول کېږي

    28 فبروري 2026

    د ملي ګټو پلورونکي او د پرديو تېري ته خوشبین نندارچيان

    28 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،110 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،063 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،123 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.