د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي په مالي او ادارو چارو کې د ملگرو ملتونو مشورتي کمېټې غړو چې د بېلابېلو هېوادونو ۲۱ غړي لري لیدلي دي.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې د یوناما استازو هم برخه لرله.:«په دې ناسته کې په ملگرو ملتونو کې د افغانستان پر استازیتوب، بشري مرستو پر مؤثریت او په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د ملاتړ پر امکان خبرې اترې وشوې.»
په خبرپاڼه کې د ښاغلي متقي له قوله ویل شوي، په افغانستان کې د پر نشهيي توکو د درملنې، د یتیمانو مالي ملاتړ او د خصوصي سکتور په برخه کې د افغانو ښځو د بارز رول، له کلونو جگړو او بېثباتیو وروسته اوس د دې فرصت برابر شوی چې د افغانستان په خاوره کې د سیمهییزو اقتصادي پروژو لکه ټاپي، کاسا-۱۰۰۰ او افغان ټرانس رېل او ورته نورو پروژو پیل ته لارې چارې برابرې شي.: «اسلامي امارت نه غواړي چې افغانان د اوږد مهال لپاره د نورو په بشري مرستو متکي وي، بلکې په کار دي چې داسې پروژې پلي شي، چې د افغانستان ملي اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي.»
په خبرپاڼه کې د ملگرو ملتونو د کمېټې د مشر بچار بونگ عبدالله له قوله ویل شوي، د سفر موخه یې په افغانستان کې د یوناما د چارو ارزونه ده او غواړي د افغان لوري لومړیتوبونه په گوته کړي، ترڅو د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته يې وړاندیز کړي.
همداراز د کمېټې غړي امجد قاید احمد الکُمیم په افغانستان کې د امنیت، ښاري خدماتو او د خلکو د ژوند عادي حالت د پام وړ مثبت پرمختگونه وگڼل. :«له کابل وروسته به ولایتونو ته هم سفرونه وکړي ترڅو په افغانستان کې وضعیت له نږدې وگوري او په اړه یې خپل وړاندیزونه اړوندو مراجعو ته وړاندې کړي.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ملگرو ملتونو پلاوي ته ویلي، مرستې دې په داسې ډول ولگول شي، چې خلکو ته کار پیدا شي.
کورني تولیدات او صنعت وده وکړي او ملگري ملتونه خپلې اړتیاوې له افغان بازارونو څخه پوره کړي؛ تر څو د افغانستان د خصوصي سکتور څخه ملاتړ وشي.:«منځنیو کاروبارونو ته وده ورکول، پراختیايي پروژو ته پاملرنه، بزگرانو ته د بدیل معیشت برابرول او یوازې بشري مرستو پورې محدود نه پاتې کېدل یې لومړیتوبونه یاد کړل.»