د هلمند د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې یې د کب‌روزنې پینځه بابه فارمونه فعال او گټې اخیستنې ته سپارلي دي.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد فارمونه د نهرسراج ولسوالۍ په سور گدر سیمه کې د یو ځايي ځمکه‌وال له لوري جوړ شوي دي.:«د کب‌روزنې دغه فارمونه د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا کارکوونکو د مسلکي لارښوونو سره سم جوړ شوي، چې ۱۲۵۰۰ د کبانو بچي د روزنې په موخه ور اچول شوي دي.»

د یاد ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په هلمند کې نږدې ۳۰۰۰ د کبانو د روزنې فارمونه شته، چې له یادو فارمونو څخه پرو سږکال ۷۰ ټنه کبان تولید شوي وو، چې د هلمند سربېره کندهار، فراه، هرات، نیمروز او کابل ته هم لېږدل شوي دي.

د هلمند سربېره اوسمهال د هېواد په گڼو ولایتونو کې د کبانو د روزنې فارمونه فعال دي، چې تر یوه بریده یې د کبانو د غوښې په برخه کې هېواد پر ځان بسیا کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version