د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانگړي حکم پر بنسټ د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د پینځه سوه یتیمانو لپاره عصري او د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه د برخمن هستوگنیز ښارگوټي د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یاد ښارگوټي د بنسټ ډبرې کېښودو په مراسمو کې د کور او ښار جوړولو چارسمبالي وزیر حمدالله نعماني وویل، د خوښۍ احساس کوي چې په هلمند کې د یتیمو کورنیو لپاره سر پناه جوړوي.

نوموړي وویل، په ټول هېواد کې تر ټولو زیاته ستونزه د سر پناوو نه شتون دی، چې په خبره یې د دې ستونزې د حل لپاره یې هڅې پیل کړي دي.:«افغانستان کې له ۲،۵ تر ۳ مېلیونه نفوس د اوسېدو لپاره سرپناه او مناسب ځای نه لري چې د دې ستونزې د حل لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت د خپل کاري پلان زیاته برخه ځانگړې کړې ده.»

د یادولو وړ ده، چې یاد هستوگنیز ښارگوټی په ۲۷۲ جریبه ځمکه کې جوړېږي او د لگښت چارې د قطر د شاهي کورنۍ خیریه بنسټ په غاړه اخیستې دي، چې نورې چارې به یې د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې پر مخ وړل کېږي.

د کور او ښارجوړولو وزارت وايي، په پام کې لري چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته ښارگوټي جوړ کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version