د هندوستان مهاراشترا ایالت مرستیال وزیر، اجیت پوار د دغه هېواد باراماتي هوايي ډګر کې د الوتکې لوېدو پېښه کې مړ شوی دی.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې دې پېښه کې له پوار سربېره څلور نور کسان هم مړه شوي دي.

د هند هوايي پېښو څېړنیزه ادارې په دې اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

ورته مهال د هند لومړي وزیر، نریندار مودي د اجیت پوار پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version