Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»هندي کارگر: د اسرائیلو اړوند د وسلو لېږدونکې کښتۍ نور نه باروي
    سیمه

    هندي کارگر: د اسرائیلو اړوند د وسلو لېږدونکې کښتۍ نور نه باروي

    صابر افغانصابر افغان19 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هندي رسنۍ وايي، د سمندري ترانسپورت کارگرانو ټولنې غړو پرېکړه کړې، چې له دې وروسته هغه کښتۍ نه باروي چې اسرائیلو ته وسلې وړي.د انډیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د سمندري ترانسپورت کارگرانو ټولنې غړو پرېکړه کړې چې اسرائیلو ته د وسلو لېږدونکې کښتۍ به بار او یا ښکته نه کړي.د دې ټولنې غړو ویلي، د هند په ۱۱ لویو بندرونو کې ۳۵۰۰ کارگرو استازو ویلي، چې د کښتیو باروونکي اسرائیلو ته د وسلو لېږدونکې کښتیو د بارولو او یا ښکته کولو څخه ډډه کړې ده.د دې ټولنې غړو ویلي، کارگر د ټولو هغو کښتیو د بارولو څخه ډډه کوي، چې د اسرائیلو اړوند وي او یا هم د فلسطین جگړې لپاره وسلې لېږدوي.:«موږ د کارگرو د ټولنې غړي یو. موږ تل د جگړې او بې‌گناه خلکو لکه د ښځو او ماشومانو وژلو خلاف یو. په غزه کې د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې په زرگونه فلسطینانو ته ډېر زیان رسېدلی. ښځې او ماشومان په دغه جگړه کې ټوټې ټوټې شوي او میندې او پلرونه یې خپل وژل شوي ماشومان نه شي پېژندلی»د سمندري ترانسپورت کارگرو ټولنې په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې او له نړۍ یې غوښتي چې له ازاد فلسطین سره ودرېږي.که څه هم د هند حکومت د اسرائیلو ملاتړی دی؛ خو د عامو کارگرو دغه پرېکړه یې ډېرو خلکو ستایلې ده.د اکټوبر له اوومې راهیسې تر اوسه په غزه کې زرگونه فلسطینیان وژل شوي، چې ډېره برخه یې ښځې، سپین‌ږیري او ماشومان دي.د حماس او اسرائیلو د نښتې وروسته په سور سمندرگي کې هم حوثیانو د اسرائیلو اړوند کښتیو باندې بریدونو ته زور ورکړی دی او هغه کښتۍ یې په نښه کړي چې اسرائیلو ته وسلې او خوراکي توکي وړي.حوثیانو ویلي، بریدونه به یې تر هغه وخته روان وي چې په غزه کې اوربند نه وی شوی.د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د مونیخ په امنیتي غونډه کې ویلي، د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند ته په تمه یو؛ خو اوسني خبرونه ډېر خواشینونکي دي.نوموړي همداراز وویل، په غزه کې بشري حالت خراب دی.د تېرې شنبې په ورځ اسرائیلي عسکرو په خان یونس روغتون چاپه وهلې وه او له ځان سره یې ۱۰۰ تنه یرغمل کړي دي.روانه اوونۍ په تل ابیب کې زرگونه اسرائیلي وگړو لاریون وکړ او له وخت نه مخکې د ټاکنو غوښتنه یې کوله.

    مخکینۍ مقالهد دوحې غونډه؛ د کلیشه یي چلند تکرار
    راتلونکي مقاله واشنګټن پوسټ: طالبان هیله مند دي چې کابل به یوه ورځ له دوبۍ سره برابر وي

    مربوطه لیکنې

    ایران سیمه کې د امریکا پر یوې پوځي هډې ځوابي بریدونه کړي

    28 مې 2026

    د ایران کنګل شوې شتمنۍ، د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی

    26 مې 2026

    سپاه پاسداران: د ایران هوایي حریم کې یې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکه په نښه او نسکوره کړې

    26 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 29 مې 2026

    له روسیې توغول شوې ډرون الوتکه رومانیا کې پر یوه مسکونې ودانۍ لګېدلې

    رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې له لوري پر اوکراین توغول شوې ډرون الوتکه د…

    د نیویارک ښاروال د ایران جګړې پر پای‌ته رسېدو ټینګار کړی

    29 مې 2026

    د کابل او مسکو ترمنځ د لویدېځې او مرکزي اسیا پر امنیتي مسایلو خبرې شوي

    29 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له روسیې توغول شوې ډرون الوتکه رومانیا کې پر یوه مسکونې ودانۍ لګېدلې

    29 مې 2026

    د نیویارک ښاروال د ایران جګړې پر پای‌ته رسېدو ټینګار کړی

    29 مې 2026

    د کابل او مسکو ترمنځ د لویدېځې او مرکزي اسیا پر امنیتي مسایلو خبرې شوي

    29 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،164 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،100 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.