هندۍ سنډې‌ ګارډين ورځپاڼې د يوه مطلب په خپرولو سره ويلي، چې له کابله د افغان سرپرست حکومت باوري سرچینو دغې ورځپاڼې ته د کورنيو چارو د وزیر خليفه سراج الدین حقاني د استعفی راپورونه په کلکه رد کړل.

ياده ورځپاڼه وايي چې سرچينو ورته ويلي چې ښاغلي حقاني له وروستیو نړیوالو سفرونه وروسته څه موده ارام کاوه او د استعفی په اړه یې خپاره شوي خبرونه درواغ او شايعات دي.

د ګارډين مطلب زياتوي چې د افغان سرپرست حکومت سرچينو ورته ويلي چې د ښاغلي حقاني د استعفی خبرونه پاکستاني ادارې او د دوی استخباراتي رسنۍ او وسایل خپروي چې موخه یې د پخوا په څېر د افغان حکومت د افغانانو د يووالي زيانمنول دي، غواړي پانګوال زړه نازړه کړي او افغانستان بې ثباته وښيي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version