د راپورونو له مخې، د سوډان پوځ په خرطوم ښار کې مهمې سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي، ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې شوي او د غوڅ ملاتړ ځواکونو پر ضد یې محاصره نوره هم سخته کړې ده.

د پوځ قومندان نصرالدين عبدالفتاح ويلي، چې ځواکونه یې د عملياتو درېيم پړاو بشپړولو ته نږدې شوي او د خرطوم پاتې سيمې به هم ازادې کړي.

بل خوا د غوڅ ملاتړ ځواکونو مشر محمد حمدان دقلو “حمیدتي” ګواښ کړی، چې په هیڅ صورت به خپل ځواکونه له ولسمشرۍ ماڼۍ او خرطوم څخه ونه باسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version