د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، عطاالله عمري کابل کې د هند سفارت له شارژدافیر کرن یاداف سره کتلي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، دې کتنه کې د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو صادراتو او د کرنې د میکانیزه وسایلو پر وارداتو خبرې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي عمري د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د مقاومت لرونکو نباتاتو په برخه کې د څېړنې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د هند سفارت شارژدافیر ژمنه کړې چې هېواد یې افغانستان کې د «افغان-هندو» په نوم څېړنیز مرکز جوړوي.

د کرنې وزیر له هندي لوري غوښتي څو افغان سوداګرو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version