د عامې روغتیا وزارت وایي، هند له دغه وزارت سره د همکاریو په دوام ۲.۵ ټنه د سرطان ضد درملو بله جوپه کابل ته رااستولې ده.
سرچینه زیاتوي، چې یاد درمل د هند له لوري د بشر دوستانه همکاریو پر دوام د سرطاني ناروغانو د ملاتړ او روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا په موخه عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوي دي.
عامې روغتیا وزارت یاده مرسته د سرطاني ناروغانو درملنې لپاره حیاتي بللې او ټینګار یې کړی، چې د تخنیکي او کنټرول پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به اړوندو روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې هند هېواد څو ورځې وړاندې هم له افغانستان سره د نږدې اووه ټنه سرطان ضد درملو مرسته کړې وه.
