د هند د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستاني رژيم له لوري ترسره شوی هوايي برید په کلکه غندلی او هغه یې بزدلانه او غیر انساني عمل بللی دی.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دا برید چې د ګڼو ملکي وګړو د مرګژوبلې سبب شوی، پر داسې یو مرکز ترسره شوی چې هېڅ ډول نظامي هدف نه شي کېدای.
هند زیاته کړې، چې پاکستان هڅه کوي دا پېښه د پوځي عملیاتو په نوم توجیه کړي، خو دا په اصل کې د ملکي خلکو ټول وژنه ده.
د اعلامیې له مخې، دا برید د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ بلل شوی او ټينګار شوی، چې د پاکستان دا ډول کړنې د بې پروا سیاستونو دوام او د کورنیو ستونزو د پټولو لپاره له پولو بهر د تاوتریخوالي هڅه ده.
هند ټینګار کړی چې دا برید د روژې په مبارکه میاشت کې شوی، چې د مسلمانانو لپاره د سولې او رحمت میاشت ده، او له همدې امله دا عمل لا زیات د غندنې وړ دی.
د اعلامیې پر بنسټ، هېڅ مذهب، قانون او اخلاقي اصول د روغتونونو او ناروغانو په نښه کول نه شي توجیه کولی.
هند همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې پېښې له عاملینو سره حساب وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وړاندې دا ډول بریدونه سمدستي ودرول شي.
په پای کې، هند د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې او ویلي یې دي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.
