د دوشنبې په ورځ د اکتوبر ۲۸مه نیټه د نیلسورام په ښار کې د اور لوبې دودیزو مذهبي مراسمو پر مهال د اورلګیدنې پیښه رامنځته شوې چې له امله یې ۱۵۴ تنه ټپیان شوي دي.

رسنیو د هند د کیرالا ایالت د چارواکو له قوله ویلي، چې ۹۷ تنه ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي چې پکې د شپږو تنو روغتیايي حالت نازک دی او پاتې نور له روغتونونو رخصت کړل شوي دي.

دا پېښه د هندوانو د مذهبي مراسمو پر مهال شوې ده؛ د دې پېښې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د اور کوچنۍ حلقه په یو وار چادونه کوي او اور پراخېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version