د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې افغانستان ته د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې د لومړي ځل لپاره د نفتو د وارداتو بهیر پیل شوی دی.
د معلوماتو له مخې په لومړۍ جوپه کې چې دوه ورځې وړاندې له ايران څخه هېواد ته راغله ۲۰ واګُنه د ډیزلو تېل شامل و.
مسؤلينو همدا راز ويلي، چې په راتلونکو ورځو کې به ۱۸۰ نور واګنونه تېل هم له همدې لارې هېواد ته وارد شي.
د ټولګټو چارو وزارت ډاډ ورکړی، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته د نفتو د وارداتو له پيل سره به یې په بيو کې هم د پام وړ ټيټ والی راشي.
