افغان پوست شرکت وايي د إسلامي إمارت لۀ بيا واکمنېدو وروسته هغه ستونزې، چې د کورنیو او بهرنیو پوستي خدمتونو پهٔ برخه کې وې؛ د خبرو اترو پهٔ پايله کې حل شوې دي.

د افغان پوست شرکت د مسئولینو په وينا ، چې اوس مهال د پلازمېنې پهٔ ګډون پهٔ هېواد کې نږدې ۴۷۰ مرکزونه فعال دي او د هیواد دننه او باندې لپاره پکې ټول پوستي خدمتونه ترسره کېږي.

ياده دې وي چې افغان پوست شرکت په وروستيو درې کلونو کې په هېواد دننه او باندې د اجناسو انتقال، د اسنادو طی مراحل او ګڼ نور خدمتونه پراخ کړي چې د هېوادوالو له هرکلي سره مخ شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version