ملي دفاع وزارت په يوه خپره شوې اعلاميه کې په ازبکستان کې د امریکا سفیر د وروستیو څرګندونو په تړاو چې د تېر حکومت پر مهال ازبکستان ته تښتول شوې چورلکې به همالته ازبکستان هېواد ته سپاري وايي: په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.
اعلاميه زياتوي چې ملي دفاع وزارت په ښکاره ویلي، چې د امریکا متحده ایالات د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.
په اعلاميه کې همدارنګه د ازبکستان له حکومت څخه هیله شوې، چې په دې برخه کې له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي، د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره عاقلانه تصمیم ونیسي او د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.
ياده دې وي چې د تېر نظام د تېښتې په وروستيو ورځو کې د افغانستان يو شمېر چورلکې ازبکستان هېواد ته وتښتول شوې چې تر اوسه یې لا برخليک نه دی معلوم.
خو؛ افغان حکومت بار بار ازبکستان هېواد او امريکا ته سپارښتنه کړې چې يادې چورلکې د افغانانو شتمني ده هېڅوک یې د معاملې حق نلري او بېرته دې افغانستان ته وسپارل شي.