افغاني سرې میاشتې ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو او طبیعي پېښو له امله ۶۱ تنه مړه شوي، ۱۱۶ ټپیان او څلور نور ورک دي.

سرچینې همدا راز لیکلي، چې نږدې دوه نیم زره کورونه ویجاړ شوي، کابو ۲۷ زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې او تر زرو زیات څاروي تلف شوي دي.

هېواد کې د اورښتونو وروستۍ څپه لا هم روانه ده او ښايي د تلفاتو په شمېر کې لوړوالی راشي.

په ورته مهال ګڼو اړونده ادارو په دې برخه کې د خلکو ژغورنې او په مرستولو پیل کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version